اسلام آباد ۔ 31 مارچ(اے پی پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي اسلام مخالفه قوتونه د مسلمانانو او زمونږ د مذهب په اړه منفي س??زشونو كښې لګيا دي۔ مونږ يو موټې ??ېد?? سره د دوئي منفي سوچ او هلو ځلو ته ماتې وركولې شؤ۔ د اتوار په روځ كنونشن سنټر كښې ينګ ليډرز سمټ 2019ﺀ ته خطاب كښې ده ووئيل ټوله نړۍ ?? پاكستاني زلمو نه ښه خبر ده۔ پاكستانې قوم بېدارېږي۔ ده ووئيل نن مونږ دا عهد كوؤ چې د لوئے څښتن لخوا د هر امتحان مقابله به صبر او شكر سره كوو دغسې چې د قيامت په ورځ مونږ كوز سترګې نه شؤ۔ ده ووئيل د تحقيق نه غېر خبره كول په دروغو كښې راځي۔ يهود او نصاری نن زمونږ نوې كول بې لارې كوي۔ ده ووئيل كه عزت غواړو نو مونږ له به د خپل نبي (علېه السلام) په طريقه ژوند كول وي۔ ده ووئيل كله هم كوم پښتون د قامي بېرغ په ضد خبره نه ده كړې۔ ولې نن كه څوك په دې اړه خبره كوي نو هغه د بل چا په ژبه خبرې كوي۔ ده ووئيل كه څوك قانون لاس كښې اخلي نو سم ځواب به ئې كولې شي۔ زمونږ په سكولونو ٬ روغتونونو او جوماتونو بريدونه شوې ولې اوس به ددې ډول ناوړه ګامونو بشپړه ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل هند كښې ټاكنې راروانې دي ٬ مونږ جنګ نه بلكې امن غواړو۔ مونږ د ګاونډي هېواد ??ېد?? په حېث د هند عزت او احترام كوو۔ ولې د هېواد د سلامتيا او خپلواكۍ به هېڅ سودا كولې نه شي۔ده ووئيل هندوستان دا ګڼي چې پاكستانې اولس په يو بېج نه دي ولې دا د هند غلط فهمي ده۔ نن ټول قام او د هېواد ټولې ادارې يو موټي دي۔ ده د پاك پوځ زنده باد نعره پورته كولو سره هند ته د مثال په توګه د قومي يووالي ځواب وركړو۔