اسلام آباد ۔ 27 مارچ (اے پی پی) پاکستان كښې د بېلاروس سفیر آندری ایرمولووچ وئيلي دي د پاكستان حكومت بېلاروس سره دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته خاص پاملرنه كوي۔ د كركيلې ٬ سائنس او فارما س??ټي??ل په شمول بېلو څانګو كښې كار روان دې۔ د نړۍ تر ټولو نوموړې كمپنۍ بېلاز پاكستان كښې د كان كندۍ څانګه كښې كارې??ون??ې درنه مشينري لګولې ده۔ ددې خيالاتو څرګن??ون?? ده چراټ سېمنټ فېکټرۍ كښې دستورې ته خطاب ك??ې وكړه۔ ده ووئيل د بېلاروس اولس مشر وزيراعظم عمران خان ته د خپل هېواد دورې كولو بلنه وركړې ده او هيله ده چې هغه به د روان كال تر پايې بېلاروس ته لاړ شي چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ په دې مهال د غلام فاروق ګروپ ډائرېکټر شهریار فاروق، د ګریو پاکستان سی ای او عامر رضا او د بیلاز ډپټی ډائریکټر مېنجمنټ ویسلی شوستاک هم موجود وو۔ د ګریو پاکستان سی ای او عامر رضا دستورې ته خپل خطاب ك??ې ووئيل پاکستان كښې د بېلاز كمپنۍ هېوي مشينري ګریوز کمپنی لانچ كوي چې ورسره به هېواد كښې د مائينګ څانګه كښې جدت رامخې ته شي ا?? دا مشينرۍ به هېواد كښې د مائنګ څانګه كښې نورو كمپنيو ته هم وركولې شي۔