اسلام آباد 22 فروري(اے پي پي)پخواني وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ غړې شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د سندھ اولس پوښتنه كوي چې د سندھ اسمبلۍ سپيكر نيولې شوې٬په پنجاب اسمبلۍ كښې د سپيكر په ضد هم په نېب كښې كيسونه روان دي٬هغه ولې نه نيولې كېږي٬ د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر نه جاري كول هغه د سيمې د نمائندګۍ څخه محروم ساتل دي٬سپيكر دې د هغه پروډكشن آرډر جاړي كړي٬د ګاز په بيعه كښې ز??اتوالې غېر ضروري دے٬اولس د ګرانۍ ښكار شوے٬اضافه دې بېرته واخستلې شي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل د وفاقي برخې يعنې سپيكر نيول جمهوريت لپاره خطر دے٬د هغه په ضد كوم هم كيس نشته٬د پنجاب اسمبل?? په سپيكر د نېب كيسونه دي٬د سندھ اولس پوښتنه كوي چې ز??ونږ سپيكر ولې نيولې شوې او د پنجاب ولې نه دې نيولې شوې۔ده ووئيل خواجه سعد رفيق د دې اسمبلۍ غړے دے٬سپيكر سره خبره ??م شوې٬ ده پوښتنه وكړه د هغه پروډكشن آرډر ولې نه جاري كېږي٬دا ايوان څه روايات لري٬په قامي اسمبلۍ كښې چې د اپوزېشن غړې خپله خبره ??كمل كړي نو حكومتي وزير يا كوم نامزد نمائنده د هغې ځواب وركوي خو دلته د يو يو اپوزېشن غړي په ځواب كښې بېل بېل وزير خبره ??وي٬ ده ووئېل په دې ايوان كښې درې پخواني سپيكران هم موجود دي٬هغوي څخه دې پوښتنه اوشي چې ايوان څنګه چلېږي٬شپږ مياشتې وشوې د قامي اسمبلۍ كومه كوټلي كاروائي نه شت?? ۔ده ووئيل د ګاز بيعه كښې ز??اتوالې غېر ضروري او ناسمه پريكړه ده دا دې بېرته واخستلې شي او دا معامله دې قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شي