اسلام آباد 13 فروری (اے پی پی ) د مسلم ليګ(ن)غړې ميا جاوېد لطيف د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن ټاكلې شوې۔د كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه چې پكښې د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ خاص سېكتر د غړو هركلې كولو سره هغوي ته د چيئرمېن ټاكنې په تګلاره بريفنګ ور??ړو??نفيسه شاه د جاوېد لطيف نامه د چيئرمېن لپاره تجويز كړه او ناز بلوچ او صائمه نديم د هغه تائيد و??ړو?? دغسې جاوېد لطيف په يوه خله د قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكلې شو۔خاص سېكتر ن??ې ټاكلې چيئرمېن له د سپيكر او قامي اسمبلۍ سېكتر لخوا مباركي وركولو سره هغه ته د سېكرټرېټ لخوا د كمېټۍ د فعاله او موثره كار لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو