لاهور 05 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ ر??يد احمد وئيلي دي چې ?? وزيراعظم عمران خان د ذهني پوخوالي له امله مو په امريكا كښې نوې مقام جوړ كړے٬ پاكستان د معاشي بحران نه ??ځي?? سيمه ايزو طاقتونو سره زمونږ اړيكې ښې كېږي٬ د رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو لپاره مو زباني منظوري ترلاسه كړې٬ د رائل پام څخه د رېلوے درې اربه روپې اخستلو لپاره به عدالت ته رجوع كوو٬ نجي څانګې سره په ګډه د رېلوے اېف اېم رېډيو پېل كوو٬ نرېند مودي په بدلېدونكو حالاتو كښې پرېشان دے٬ هغه څه هم كولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په رېلوے هېډكوارټرز كښې د لوړې پاې غونډې نه پس خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ شېخ ر??يد احمد ووئيل چې ?? رائل پام قبضه ترلاسه شوې او قبضه ګروپ ويستل كېدو سره ستره محكمه په خپله راغلې۔ ده ووئيل چې ?? كال 2004م څخه رېلوے ته يوه روپې نه ده ترلاسه شوې٬ مونږ ته د رائل پام نه درې اربه روپې اخستل دي٬ دې لپاره به عدالت ته ځو چې ?? دوي د اكاؤنټس نه دې پېسې وصول كړې شي۔ ده ووئيل چې ښه خبر دا دے چې ?? رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو پرېكړه شوې او په دې لړ كښې د سمرې زباني منظوري ترلاسه كړې شوې۔ ده ووئيل چې په معاشي توګه حالات ډېر خراب دي٬ خو كرپشن ختمول دي ځكه دا اقدام به كول وي٬ مونګ ته د رېلوے نه بغېر ټكټ سفر ختمول دي۔ تېره اونې مونږ د بغېر ټكټ كوونكو نه شپږ كروړه او په دې اونې كښې درې كروړه روپې وصول كړې دي۔