اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د څلورو هېوا??ون?? دورې وړومبنۍ پړاٶ په كاميابۍ سره تر سره كولو نه پس د افغانستان نه ايران ته تللې دے ۔ خارجه وزير به د خپلې دورې په دوېم پړاٶ كښې په تهران كښې د ايران لوړ پورې مشرانو سره مهم ملاقاتونه كوي۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د څلورو هېوا??ون?? خپلې دورې په وړومبي پړاٶ كښې د ګل په ورځ سهار كابل ته رسېدلې ٶ۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير افغان جمهور ريئس اشرف غني سره ملاقات كړې٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګن??ون?? شوې۔ خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه او د وزارت اعلٰې چارواكي هم وزير سره وو۔ د د ې نه علاوه خارجه وزير د افغان خپل همڅنګ صلاح الدین رباني سره د پلاويو په كچه خبرې اترې كړې٬ چې پكښې دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو ٬ د افغانستان پرمختګ او سوكالۍ ٬ افغانستان كښې د امن په وضعه او د مذاكراتي عمل پشمول د دواړو هېوا??ون?? د تجارتي او اقتصادي رابطو په وده خبرې وشوې۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان، ایران، چین او روسيې درې ورځنۍ دورې مقصد د دې هېوا??ون?? اعلٰې قيادت سره د پاكستان په شريكو اړيكو د خيالاتو څرګن??ون?? كول دي دغسې چې په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكمه كړې شي