كوالالمپور 21 نومبر (اے پي پي) خارجه و??ير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ملائېشيا دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې بېرته په جوړولو كښې مرسته وشي۔په كوالالمپور كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه و??ير وو??يل چې د وزيراعظم د ملائېشيا دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې د اضافې نوې موقعې په ګوته كړی شوې دي او د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د يو بل د تجربو نه په زده كړه كولو اتفاق شوې۔ده وو??يل چې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د پلا?? په كچه د ملاقات په مهال په ګوته كړی شويو څانګو سره به دوه اړخيزه سرمايه كاري زياته شي۔خارجه و??ير شاه محمود قرېشي وو??يل چې په ملائېشيا كښې مېشته پاكستانيان هر كال خواري كولو سره يو ارب ډالر پاكستان ته رالېږي كوم چې په معيشت كښې د دوي د كردار او خپلې خاورې سره د مينې واضح ثبوت دې