اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان د ابوظهبي صدارتي ماڼې ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم چې كله په يوه ورځنې دوره ابوظهبي ته ورسېدو نو د متحده عرب اماراتو ولي عهد ??و د وسله والو ځواكونو دوهم سپريم كمانډر شېخ م??مد بن زائد بن سلطان النهيان د ده هركلې وكړو۔ د وزيراعظم په درنښت كښې رسمي دستوره وشوه او ده ته ګارډ آف آنر وړاندې ك??ے شو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې۔ د دې نه پس دواړو مشرانو خپل خپل پلاوي معرفي كړل او بيا په دوه اړخيزه سيمه ??يزو٬ نړيوالو او د شريكې خوښې په چارو خبرو لپاره ملاقات كولو ته لاړل۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې وزير اسد عمر٬ د پېټروليم وزير غلام سرور٬ د توان وزير٬ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد هم وزيراعظم سره دي۔