اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپر??نو وفاقي سېكتر شفقت جليل وئيلي دي چې د اطلاعاتو او خپر??نو وزارت به د كتلور ترويج او د دستكارانو او فنكارانو ډاډګېرنې لپاره هڅې روانې ساتي٬ ر??تلونكې كال به د دې لوي پروګرام كوو٬ زمونږ په هېواد كښې لوي ټېلنټ موجود دے٬ بايد د دې ټېلنټ ډاډګېرنه وشي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د لوك ورثه تر سيوري لاندې د قومي كلتوري لوك ميلې ايوارډ وروستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د پنجاب د اطلاعاتو وزير فياض الحسن چوهان٬ د آزاد كشمير د كلتور وزير چوهدري محمد سعيد٬ د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټره شاهيره شاهد او د ټول هېواد نه راغلي فنكاران٬ دستكاران او خلق په لويه شمېره موجود وو۔ د اطلاعاتو سېكتر ??وئيل چې د دې مېلې په كاميابه كولو د خلقو٬ فنكارانو٬ انتظاميې او د لوك ورثه مننه كوم۔ ده ووئيل چې په دې مېله كښې ډېر خلق ګډون كوي او د دې مطلب دا دې چې خلق د دې نه خوند اخلي۔ ده ووئيل چې اطلاعاتو او خپر??نو وزارت به د كتلور ترويج او د دستكارانو او فنكارانو ډاډګېرنې لپاره هڅې روانې ساتي٬ ر??تلونكې كال به د دې لوي پروګرام كوو٬ زمونږ په هېواد كښې لوي ټېلنټ موجود دے٬ بايد د دې ټېلنټ ډاډګېرنه وشي۔ ده ووئيل چې 10 زره فنكارانو ته به هېلتھـ كارډونه جاري كولې شي او دوي ته به هر كال څلور لكه روپې وركولې شي چې دغسې دوي خپل علاج وكړے شي۔ ده ووئيل چې د 200 فنكارانو به هر كال يو شو كولې شي او دوي ته به يو كس ته يو لك روپې انعام هم وركولې شي۔ دستورې ته نورو حكومتي چارواكو هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې فنكارانو ته انعامونه هم وركړې شول۔ دا لوك مېله د نومبر په 4مه ن??ټه پېل شوې وه او د اتوار په ورځ پاې ته ورسېده۔