اسلام آباد 27 ستمبر (اے پ?? پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي په مني ب??ټ كښې د داروګانو بيعې ټېټول د هركلي وړ خبره ده٬د ګاز او برېښنا بيعې لوړېدو سره به په غريب اولس بوج زيات شي٬حكومت لوظ كړې ؤ چې د عام وګړي ژوند به آسان كړي۔د اطلاعات وزير د پارلماني روايت په ضد ژبه كارولې٬د اتلسم بدلون د رول بېك كولو هڅه كولې شي٬مونږ د دې غندنه كوو۔د زيارت په ??رځ د پارلمان په خوا كښې د خپل ګوند د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو سره يوځاې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل له بده مرغه په بجټ كښې كوم پلان نه ښكاري۔د اوسني ب??ټ په نتيجه كښې به بې روزګاري زياته شي۔واكمن ګوند اولس سره لويې لويې لوظونه كړي وو چې پوره كېدل يې نه ښكاري ۔په دې موقع بلاول بهټو زرداري سره پخوانې وزيراعظم راجه پروېز اشرف او د پيپلز ګوند نور مشران ??يد خورشيد شاه٬نفيسه شاه٬سناتور مصطفٰی نواز كهوكهر٬سناتور فرحت الله بابر٬پخوانې دوهم سپيكر فيصل كريم كنډي او د اطلاعات پخوانې وزير قمر زمان كائره هم موجود