اسلام آباد 12 س??مبر (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اطلاعاتو سېكترې مريم اورنګزېب د پخواني ??زيراعظم محمد نواز شريف لوي مريم نواز ته منسوب بيان غلط ګرځولو سره وئيلي دي چې د قياسونو په بنياد د خبرونو د لارې شك خپرول مناسب نه دي۔ د شورو په ورځ په يو وضاحتي بيان كښې هغې ووئيل چې د تېرو دوه ورځو نه مريم نواز كوم بيان نه دې وركړې۔ په زندان كښې د ملاقات په مهال د هغې خبرې ??ې د سياق و سباق نه لرې وړاندې نه كړې شي۔ هغې م??ډيا ته خواست وكړو چې داسې كوم خبر ??ې د تصديق كولو نه بغېر ونه چلولې شي۔ د مريم نواز بيان به يوازې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د وياند لخوا جاري كولې شي۔