اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د قامونو پرمختګ كښې تعليم بنيادي حېثيت لري٬ د ماشومانو تعليم سره ??ره كردار سازۍ ته هم پام لرنې ته اړتيا ده٬ ځوانان دې د مثبت سوچ او عمل د لارې د هېواد او قام مقام لا غوره كړي ، د سباٶن چېلنجونو مخنيوي لپار?? د ??نجونو تعليم ته هم خاص پاملرنه پكار ده٬ ماشومان زمونږ د محفوظه سباٶن ضمانت دے٬ زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې دوي ته تعليم لپاره ښه چاپيريال وركړو۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د وفاقي تعليمي بورډ 33مې كلنې د انعامونو وېش دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د تعليم او وظيفائي چارو لنډ مهاله وفاقي وزير محمد یوسف شېخ ا?? د وفاقي تعليمي بورډ چیئرمېن ډاکټر اکرام علي ملك هم موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل نن د پرمختګ او ټېكنالوجۍ نړۍ په تند رفتارۍ او برق رفتارۍ سره ?? كاميابۍ منزلونه سر كوي٬ قدرت دا ډول كاميابۍ يوازې هم ھغه قامونو ته وربخښي كوم چې د تعليم سره ??ر?? د ??پلو اخلاقو او كردار په لوي منصب فائض وي۔ ده ووئيل د قامونو په پرمختګ كښې تعليم مركزي ??ېثيت لري خو د كردار پخوالې او مثبتو اخلاقي اقدارو وده او استحكام ته هم په دې كښې زيات اهميت تر لاسه دے ۔ اولس مشر په استاذانو او مور او پلار زور رواړو چې ھغوي د تعليم نه علاو?? د ??وي اعلٰې اخلاقو او كردار سازۍ څخه كله هم سرغړونه ونه كړې ځكه چې سباٶن كښې هم دا ماشومانو به د هېواد او ملت واك اختيار په لاسو كښې اخلي ۔ ده ووئيل مونږ له پكار دي چې د كتابي علم سر?? د ??ېر روايتي تعليم د لارې هم د ماشومانو علم او فهم و فراست زيات كړو ۔ اولس مشر ووئيل زده كوٶنكو له دا غوره موقع ده چې ھغوي د خپلې مينې او محنت سر?? د ??پلو والدينو او استاذانو اميدونو تر سره كولو لپاره ټولې ممكنه هڅې وكړي٬ اولس مشر ممنون حسېن ووئېل د تعلیم او تربیې په ټولو پړاونو كښې د نړۍ رول ماډلز وګورئ چې څنګه ھغوي خپل قامون?? د ??پل علم پوهې او تدبر د غربت ٬بې وسي او د مسئلو نه خلصوي ٬ ده ووئېل د خپل مثبت سوچ او عمل د لارې خپل ملك او قام تل مقدم وساتئ۔ ده ووئيل مېرمنې د هېواد د آبادۍ نزدې 50 فيصده برخه ده او دې لپاره ??روري ده چې مېرمنې نه يوازې تعليم يافته وي بلكې اعلٰې فني تعليم پلو هم پام وكړي ځكه چې د سي پېك پشمول نورو ټولو خواږو څخه يوازې ھغه وخت فيض ياب كېدې شو كله چې زمونږ ماشومانو سره ??ره ??مونږ جينكۍ هم په علم او فن كښې برابر وي دغسې چې هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لار سم شي۔ اولس مشر اعزازونه ترلاسه كوٶنكو زده كوٶنكو هلكانو ٬ جينكو ٬ د ھغوي مور پلار او استاذانو له مباركي وركولو سره ?? معياري تعليم ودې لپاره ?? فېډرل بورډ واكمنو لخوا د اقداماتو ستائنه وكړه۔ په دې موقع لنډ مهاله وفاقي وزير محمد يوسف شېخ ا?? د تعليمي بورډ چيئرمېن ډاكټر اکرام علي ملك هم وېنا وكره۔ دوي د وفاقي تعليمي بورډ لخوا د استاذانو د تربيې٬ امتحاني نظام كښې ښه والې او د زده كوٶنكو هلكانو جينكو آسانۍ لپاره معرفي كړې شوې د آن لائن آسانيو پشمول د تعليمي معيار ودې لپاره ??وي اقدامات رامخې ته كړل۔ په دستوره كښې اولس مشرممنون حسېن پوزيشن هولډرز ته سندونه ٬ مېډال او انعامونه هم وركړل