اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي اولس ته د صحت معياري او ارزانه خدمات وركولو لپاره د عزم پخلي سره وئيلې دي اوسني حكومت د تېرو 5 كالو په مهال د صحت پشمول بېلا بېلو ??ان??و كښې انقلابي اصلاحات معرفي كړي٬ د صحت آسانۍ وركول د رياست ذمه واري ده ٬ اوسني حكومت د صحت آسانۍ باوري كولو لپاره جدي اقدامات كړي دي ۔ د خبرې د شورو په و??ځ نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت (اېن آئي اېچ) ښكلا پرانستې دستورې ته وزيراعطم خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزيره سائرہ افضل تارړ ،د صحت سېكتر او نور لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د محمد نواز شریف په مش??ۍ ك??ې د مسلم لیګ (ن) حکومت د اولس د خدمت تږ لاره دوامداره ساتلې۔ ده ووئيل ګرد هېواد ك??ې د صحت يو ډول پاليسي نافذ كول د اهميت وړ ده ٬ د اتلسم بدلون نه پس د صحت ??ان??ه صوبو ته منتقل شوې خو وفاقي ??كومت د اولس صحت لپاره بهتره خدمات وركولو لپاره د شريكې رابطې او پاليسۍ جوړولو په اړه صوبو سره په بشپړه توګه معاونت كوي۔ ده ووئيل د اوسني حكومت لخوا د صحت په ??ان??ه كښې انقلابي اقدامات به روان ساتلې شي ځكه چې اولس ته د صحت غوره آسانۍ وركولو ته مونږ پلم لرنه كوو۔ ده ووئيل د عام صحت بنيادي آسانۍ وركول د رياست ذمه واري ده ٬ اوسني حكومت د صحت آسانۍ باوري كولو لپاره جدي اقدامات كړي ۔ ده وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ او د صحت سېكتر په نګرانۍ ك??ې د نېشنل انسټي ټيوټ اف هېلت لا ښكلا زياتولو په اړه هغوي له مباركي وركړه۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ دستوره ته خپلې وېنا كښې ووئيل د تېرو پنځو كالو په مهال د صحت په ??ان??ه مونږ د خپل منشور له مخې په زړه پورې كار كړے۔ دې ووئيل اېن آئي اېچ قامي اثاثه ده او دا ډېر صلاحيتونه لري٬ زه باور لرم چې مونږ به د كوټلې پرمختيائي اهدافو په ترلاسه كولو او د اولس په خدمت كښې به بريالي شو۔