پاكستان د س??ريې په د??ما ښار كښې د كمياوي وسلو د بريدونو په تناظر كښې ټولو ډلو ته د ملګرو ملتونو د منشور په ضد د اقدام كولو نه په ډډه كولو ټينګار كړے۔ د راډيو پاكستان له مخې د خارجه د??تر وياند په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې پاكستان په نړې كښې د هر يو هېواد لخوا د كمياوي وسلې د كارولو غندنه كوي۔ وياند ووئيل چې د كمياوي وسلې د استعمال حقائق د تحقيقاتي ادارې د لارې رامخې ته كول ضروري دي۔ وياند ووئيل چې پاكستان د س??ريې اولس سره همدردي لري كوم چې په خپل هېواد كښې اوسني كړ??ېچ سره مخ دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې ټولې ډلې به د س??ريې د اولس ستونزې ختمولو لپاره په سمدستي توګه د دې مسئلې حل ولټوي۔