اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)د آل فاټا لويه جرګه(چلوختائي)عهديدرانو وئېل?? دي چې د فاټا اولس د تېرو 15 كلونو څخه قربانۍ وركوي٬د روغتيا٬تعليم او امنيت په اړه دې فاټا اولس ته آئيني او قانوني حقوق وركړې شي۔د ګل په ورځ په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو پھ مهال د آل فاټا لويه جرګه(چلوختائي)عهديدران?? ووئيل چې په فاټا كښې امن د دې منطقې پشمول ټولې نړۍ لپاره يو چېلنج دې۔د جرګې په مشرانو كښې جاوېد شوبي خيل محسود وزيرستان٬اوركزئي حبيب نور٬آفريدي وارث خان٬وزيرستان دوست محمد آف ٬عطاﺀ الله پشمول نورو 40 كسيزه د كمېټۍ غړو ګډون كولو۔ مقرينون?? ووئيل چې د فاټا اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې دي٬د جنګ په مهال چې كوم كورونه رالوېدلي٬حكومت دې د قامي شناختي كارډ په بن??اد سروے كولو سره نوې ودانۍ جوړې كړي۔دوي ووئيل چې په فاټا كښې دې انډسټريل زون ولګولې شي دغسې چې په فاټا كښې د موجوده قدرتي وسائلو څخه استفاده وكړې شي۔د قدرتي وسائلو په مد كښې دې ترلاسه ش??ي پیسې د فاټا د اولس په خېرښېګړه ولګولې شي۔ دوئي ووئيل اولس امن خوښي٬هېواد سره مينه لرونكي او د دې لپاره ځان قربانونك?? دي۔نقيب الله د ټول قام زوې دې۔ د آل فاټا لويې جرګه(چلوختائي)مشرانو د راؤ انوار د نيو??و هم غوښتنه وكړه