اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچكزئي وئېلي دي چې په سېنېټ كښې چې څه ??وي هغه ?? تاريخ تر ټولو تور داغ دې٬مونږ د ج??هو??يت جنګ بائيللې۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته محمود خان اچكزئي ووئيل چې د نجي كاروائي ورځ ده خو په ډېره مهمه مسئله تاريخي آئيني فرض ادا كولو لپاره خبره ك??م۔??ه ووئيل چې پاكستان د وفاقي اكائيو مجموعه ده او ټول ځان ته پاكستانې وائي٬مونږ ټول د آئين په سبب يو بل سره تړلي يو۔سېنېټ هاؤس آف فېډرېشن دې كه په دې كښې د زور او زر استعمال وشي نو د پاكستان بنيادونه به ولړزېږي۔د بلوچستان ټاكنو په اړه مو د بهرنۍ مداخلې خبره كړې وه او د وزيراعظم څخه مو غوښتنه كړې وه چې د دې پلټنې دې وشي۔ده د مير جعفر او صادق د غدارۍ او د ټيپو سلطان د شهادت حواله وركړه او وې وئېل چې د دې په ??تي??ه كښې نيمه وچه 300 كاله په غلامۍ كښې پاتې شوه۔ده ووئيل چې ټولو ج??هو??ي قوتونو ته خواست كوم چې زمونږ د اتحاد او اتفاق وخت راغلې٬زه د ج??هو??ي او غېر ج??هو??ي قوتونو په مينځ كښې د جنګ سپاهي يم٬زه آئين سره يم٬د آئين نه د تجاوز كونكو ملګرتيا نه شم كولې