اسلام آباد 03 جنوري(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان كښې به چا له د عدم استحكام او ??ړي ګړي پېدا كولو اجازه ورنه كړې شي٬ پاكستان د ترهګرۍ ملا ماته كړې او ?? معاشي پرمختګ مزل ئې پېل كړې ٬ پاكستان يو خوداره او ??اعزته قام دے٬ خپل عزت به كله هم خرابولو له ورنه كړو٬ د پاکستان نه زيات څوك په افغانستان كښې د امن خوښي نه لري٬ د امريكائي اولس مشر ټرمپ بيان د پاكستاني قام قربانيو سره ټوقې دي٬ پاكستان كه په افغانستان كښې د پاللو ترهه ګرو مقابله نه وه كړې نو دا به ټولې منقطې لپاره خطر ٶ٬ امريكا دې ځان پوهه كړي ازغي ھغوي كرلي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دهرنو او ?? مظاهرو مخنيوي لپاره د جوړ كړې اېنټي رائيټ فورس د ??رب??ې بشپړېدو نه پس په دې لړ كښې د پوليس په مركزي دفتر كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د كال 2014 د دهرنو نه پس پوليس ته دا ډول فورس جوړولو امر شوے ٶ۔ ده ووئيل د سياسي بدلون له امله د داخله وزارت ذمه واري ما ته لنډې ??ودې لپاره ترلاسه شوې خو ولې بيا هم مې پوليسنګ جديدولو لپاره كار پېل كړې۔ وفاقي وزير ووئيل اسلام آباد پوليس په لږه موده كښې ډېره ??رب??ه ترلاسه كړې ٬ د اسلام آباد پوليس ھغې كچې ته راوستل غواړو چې ھغه نورو صوبو ته ??رب??ه وركوللې شي او مثالي جوړ كړي۔ده ووئيل د نېشنل اېكشن پلان له مخې رېپډ رسپانس فورس هم جوړ كړې شو كوم چې صوبو كښې خپل كردار لوبوي او په راتلونكې اونۍ كښې به د دې وړومبۍ ډله اسلام آباد كښې هم كار پېل كړي او ?? بلې ډلې ??رب??ه روانه ده او ??وه مياشتې به هغه هم كار پېل كړي۔ ده ووئيل اسلام آباد پولیس له جدیده ټېکنالوجي وركولو لپاره هم اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل په سېف سټي پروژه په اربونو روپۍ لګولې شوې خو ھغه بشپړه نه ٶه او ?? ملازمانو د كمي له امله يوازې تر مانيټرنګ سېل محدود وه خو مونږ ملازمانو برابر كړه او ??ې پروژې ته مو پراختيا وركړه۔ ده ووئېل پاکستان كښې به چا ته د عدم استحكام او ??ړي ګړي خپورولو اجازه ورنه كړې شي٬ پاكستان د ترهګرۍ ملا ماتولو سره د معاشي پرمختګ مزل پېل كړې ٬ پاكستانے يو خوداره او ??اعزته قام دے٬ خپل عزت به كله هم خرابولو له ورنه كړو۔ ده ووئيل پاکستان نه زيات څوك په افغانستان كښې د امن خوښي لرونكې بل هېواد نشته۔