اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی وئيلي دي پاکستان د سيمه اي??و هېوادونو سره اړيكو ته د ود?? وركولو په كوټلې تګلاره عمل كوي چې ترمخه ئې د توان ، مواصلات، معاشی رابطه کارۍ او سيمه كښې امن له پارلمانی رابطو ته ود?? وركولو ته پام لرنه كېږي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ایران، ترکیې، اومان او بیلا روس سپیکرانو، چین او نورو سيمه اي??و هېوادونو پارلمانی پلاويو سره جلا جلا ملاقاتونو پھ مهال وكړه كومو چې د 137م نړيوال پارلمانی تنظیم غونډې په مهال ده سره د روس سینټ پیټرز برګ ښار كښې ليدلې دي ۔ میا رضا ربانی ووئيل د اسياﺀ پرمختګ سره د لويديز د سامراجیت تسلط ختمېږي۔ ده ووئيل بايد اسياﺀ ته پېښو مسئلو لرې كولو له بهر نړۍ ته ونه كتلې شي بلکه د اسيائې سيمې سیاسی قیادت په ګډه چارې ترسره كړي كومو سره چې زمونږ د اسيائي وګړو د سما??ی او معاشی آزادی خواب ترسره كيدې شي۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان سيمه اي??ې مرستې او د خبرو اترو د لارې د مسئلو امناكه حل له چمتو دے ځكه چې جنګ د مسئلو حل نه وي۔ ده په سيمه اي??و پارلمانونو زور راوړو چې سيمه كښې د همغږۍ ود?? له خپل ټول صلاحیتونه وكاروي ځكه چې پارلمانی سفارتکاری مخالف قامونه يو بل ته د رانزدې كولو مؤثره ذر??عه ده۔ ده ووئيل سيمه اي??ې معاشی مرستې ته ود?? وركولو له به سيمه كښې د شريكو اقدارو څخه ګټه پورته كول وي