بیجنګ ۔ 09 ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف سره د چين د كميونسټ ګوند مركزي كمېټ?? بېورو ممبر منګ جيان ذهو بيجنګ كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې منګ جيان ذهو ووئيل چين د نړيوالې ترهګرۍ ختمولو له د پاكستان هڅو او كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔پاكستان او چين د ترهه ګرۍ مخنيوي له بايد خپله شريكه مرسته لا مضبوطه كړي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې په تعمير او پرمختګ ??ښې به هم په بشپړه توګه مرسته كوؤ۔ د پاكستان لخوا ووئيلې شو د ترهګرۍ مخنيوې د دواړو هېوادونو ش??يك ټاسك دے او پاكستان د ترهګرۍ مقابله كولو كښې بشپړه مرسته كول غواړي۔